د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۴۰
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه 

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې د للندر (شاه توت) بند د ځمکو د تصفيې او  بیې ټاکنې په موخه غونډه دايره شوه . په دغه غونډه کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس او د اراضۍ لوی ریاست کفيل مولوي عبدالعلي عمري، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د تاسيساتو عمومي رییس انجنير عبدالغفور عمري، د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل حوزوي عمومي رییس انجنير محمد عارف مومند، د اراضۍ لوی رياست د تصفيې او  استملاک رياستونو مسوولينو او سلاکارانو او د اوبو او انرژۍ وزارت د يو شمېر متخصصين او کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د تاسيساتو لوی رییس انجنير عبدالغفور عمري وویل: «لکه څرنګه چې تاسو ټولو ته معلومه ده، د کابل ښار په ځانګړې توګه د خيرخانې او دشت برچي سيمې اوبه مخ په کمېدو دي نو د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لري، چې د کابل ولايت له ولسواليو او همدارنګه رنګه هغه ولايتونه چې د بندونو او سيندونو اوبه يې کېدای شي کابل ښار ته انتقال شي د هغو په اړه يو تصميم ونيسي، چې پدې اړه د اوبو او انرژۍ وزارت د پنجشېر ولايت د سيند اوبه او همدارنګه د شاه او عروس بند او د للندر ( شاه توت) بند اوبو نه په استفادې د کابل ښار د اوبو د کمښت موضوع حل کړي».
ښاغلی عمري زیاته کړه: «له نېکه مرغه د شاه عروس بند پروژې چارې په بشپړه توګه پای ته رسېدلي خو د للندر بند په اړه تر اوسه موږ ته معلومات نشته چې کارونه يې څومره په مخ تللي دي».
ورپسې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري د يادې موضوع په پار له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په دې اړه خپل نظرونه شريک کړي.
د اراضۍ لوی ریاست د تصفيې او استملاک رياستونو مسوولينو او سلاکارانو په خپل واره خبرې وکړې او ویې ویل: «د کابل ادارې په وخت کې د للندر بند د تصفيې چارې په بشپړه توګه او د بیې ټاکنې په برخه کې هم چارې ۸۰ سلنه پر مخ تللې وې، خو له فتحې وروسته د ياد بند چارې په خپل حالت پاتې شوې او کوم پرمختګ پکې ترسره نه شو».
د اراضۍ لوی ریاست تخنيکي سلاکار انجنير محمد ظاهر سلطاني د يادې موضوع په تړاو وويل: «د ياد بند د پروژې کارونه د تصفيې په برخه کې په بشپړه توګه تکميل شوي، چې بیا تصفيې ته اړتيا نلري خو د استملاک او بیې ټاکنې په برخه کې باید چې چارې يې بیا له سره پیل شي.»
نوموړي زياته کړه، کوم خلک چې ځمکې او جايدادونه يې له منځه ځي باید چې د مثمرو او غیر مثمرو ونو او کورونو د جبران خساره په برخه کې او همدارنګه د ځمکو د بديل په برخه کې باید څو ګزینې په پام کې ونيول شي ترڅو له يو خوا مستحقينو ته خپل حق په سمه توګه ورکړل شي او له بلې خوا بیت المال ته زیان ونه رسېږي.
په پای کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس وويل، چېد کار د چټکتيا او همدارنګه په کار کې له خنډ او ځنډ څخه د مخنيوي په موخه باید چې د اړوندو څانګو لکه د تصفيې، استملاک، کدستر، د کابل اراضۍ او د اوبو او انرژۍ وزارت څخه يو باصلاحيته ټيم چې مشري يې د اراضۍ لوی ریاست د استملاکي پروژو د همغږۍ رييس الحاج شاه جهان جلات په غاړه وي ترتيب شي او خپل د اجراآتو په اړه دې د اراضۍ لوی ریاست او د اوبو او انرژۍ وزارت له مسئولینو سره په دوامداره توګه موضوع شريک کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۳
Background image

رئیس زراعت سمنگان با سرپرست دفتر هیأت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان دیدار کرد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مفتی هدایت‌الله ولید رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان در دفتر کارش با جورجیت گانیون سرپرست دفتر هییت معاونیت سازمان ملل متحد( یونما)  در افغانستان، روبین کلپین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۳
Background image

مرغ‌های تخمی و خوراک آن برای خانواده‌های نیازمند در ولسوالی فرزه کابل توزیع شد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه با همکاری مؤسسه پژوهش علمی و توسعه جامعه گلوبل برای ۶۰ خانواده‌های نیازمند این ولسوالی، مرغ‌های تخمی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۷
Background image

تخم‌های سبزیجات بهاری برای دهقانان ولسوالی زاری بلخ توزیع شد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از توزیع تخم‌های سبزیجات بهاری برای دهقانان کم‌زمین ولسوالی زاری این ولایت خبر داد.
این برنامه از سوی ACTED با همکاری مدیریت. . .

بازگشت به خبرها