د فراه دکرنې رییس د خوړو نړۍوال پروګرام د لویدیځ زون مسوول سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۸
د فراه دکرنې رییس د خوړو نړۍوال پروګرام د لویدیځ زون مسوول سره وکتل

د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي شاه محمد «حاجي سروري» په داسې حال کې، چې د یاد ریاست مسلکي کار کوونکي هم شتون د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو،اف،پي» د لویدیځ زون مسوولینو سره وکتل.
 په دې لیدنه کې، د فراه د کرنې، ابولګولو او مالداری رییس الحاج مولوي شاه محمد «حاجي سروري» د یاد سازمان  استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دی ولایت د کرنې سڪټور په برخه کې شته ستونزې ، ننګونې او فرصتونه شریک کړل.
د فراه کرنې رییس په خپلو خبرو کې وویل دوی ژمن دي، چې له ملي او نړۍوالو بنسټونو سره د پروژو په پلي کولو کې هراړخیزې مرستې او همکارۍ وکړي، هغه ددې ادارې له استازو غوښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې د خلکو اصلي استونزو او ننګونو ته په کتو دې پروژې پلي شي، ترڅو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.
په همدې حال کې د «ډبلیو،اف،پي» د لویدیځ زون مسوول عبدالرزاق مایار په دې ولایت کې د خپلو پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل. نوموړي دغه راز وویل، چې د «ډبلیو،اف،پي» پروګرام غواړي، چې د دې ولایت د ګلستان او پرچمن په ولسوالیو کې د کرنې، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې یوشمېر فعالیتونه ترسره کړي، چې ددغو فعالیتونو د پلي کولو په موخه د فراه دکرنې ریاست د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د فراه د کرنې رییس د «ډبلیو،اف،پي» پروګرام مسوولینو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او له دوی څخه وغوښتل، چې د پروژو په پلي کولو کې دې، شفافیت او صداقت په پام کې ونیسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS