هلمند کې د طبق او کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي په موخه درمل ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۲:۱۹
هلمند کې د طبق او کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي په موخه درمل ووېشل شول

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت، د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په همکارۍ، د ۲۴ سیمه‌ييزو وترنرانو له لارې، د کانګو تبې او طبق ساري ناروغۍ د مخنیوي لپاره یو مهم وقایوي بهیر پیل شو.
په دغه وقایوي بهیر کې ټولټال ۸۴ زره څارویو ته درمل ورکول کېږي، چې موخه یې د طبق او کانګو تبې د ناروغیو درملنه او وقایه ده. 
یاده ناروغۍ چې انسانان او څاروي دواړه له خطر سره مخ کوي، د مالدارۍ د برخې د کارپوهانو په وینا، د څارویو د تلفاتو او درنو اقتصادي زیانونو لامل ګرځي. دغه ناروغۍ د ناروغو څارویو له لارې انسان ته هم انتقالېدای شي، چې پر وخت وقایه یې د خلکو د ژوند ژغورنې او اقتصادي خوندیتوب لپاره خورا اړینه ده.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست  هڅه کوي، چې دغه وقایوي بهیر د ولایت له مرکز څخه تر ولسوالیو وغځوي، څو د کانګو تبې وژونکې ناروغي او د طبق ساري ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي، او د خلکو او څارویو روغتیا خوندي پاتې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS