کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۲۵
کندهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۲۰تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د کرلو په موخه اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره، او نغدي مرسته ووېشل شوه. د دې پروګرام موخه د جوارو حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د یادې برنامې پر بنسټ، هر بزګر ته ۸ کیلو ګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو ګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۳۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره او د ځمکې د چمتووالي لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، چې موخه یې د جوارو حاصل زیاتول او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابرول دي.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، دا ډول پروګرامونه به د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي تر څنګ د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي لامل هم شي. دغه ننداریزې کروندې به د هلمند په بېلابېلو سیمو کې کرل کېږي.
ننداریزې کروندې هغه کرنیزې پروژې دي، چې د نوو تخنیکونو او اصلاح شوو موادو د ازمېښت او ښودنې لپاره کارېږي. دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د کندهار په اوو ولسوالیو کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو د ننداریزو کروندو لپاره ۲۵ کیلوګرامه تخمونه ورکړل شوي وو، تر څو د غنمو کرنه ترسره کړي او پایلې یې له کرنې ریاست سره شریکې کړي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با  شماری از تاجران اوزببکستان و روسیه دیدار کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی و تخنیکی به رهبری مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور هیئت رهبری اتاق زراعت و مالداری افغانستان. . .

بازگشت به خبرها