د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د  چارمغزو ۴۰زره او ۵۰۰ نیالګیو کېنولو پروژې څخه نظارت ترسره شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۱
د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د  چارمغزو ۴۰زره او ۵۰۰ نیالګیو کېنولو پروژې څخه نظارت ترسره شو

د خوست ولایت د کرنې ریاست له لوري د افرین مؤسسې د واټرشیډ چارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې څخه نظارت ترسره شو. د کرنیزو چارو عمومي مدیر واحد نور دغه پروژه مثبته وارزوله او د مؤسسې له کارونو څخه یې خوښي وښوده.
یاده پروژه کې د ۴۰زره او ۵۰۰ چارمغزو نیالګیو کېنول شامل دي، چې له ډلې یې ډېری نیالګي شنه شوي او ښه وده یې کړې ده. د لیدنې پر مهال د افرین مؤسسې مسؤلینو ځایي خلکو ته د ځنګلونو د ساتنې، د پروژې پوښښ سیمو ته د حیواناتو د نه پرېښودو او د چاپېریال ساتنې پر ارزښت معلومات وړاندې کړل.
د کرنیزو چارو عمومي مدير د افرین مؤسسې فعالیتونه مثبت وارزول او د دایمي او دوامداره پروژو د پلي کېدو هیله یې څرګنده کړه، ترڅنګ یې د خپل ریاست له لوري د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د افرین مؤسسه په خوست ولایت کې د طبیعي سرچینو د احیا، ځنګلونو د پراختیا او کرنیزو ساحو د ښه والي لپاره بېلابېلې پروژې تطبیقوي. د چارمغزو نیالګیو کېنول نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د چاپېریال د ساتنې او د ځنګلي سیمو د احیا په برخه کې هم مهم رول لوبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS