کندهار کې د شېدو ټولولو درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۴
کندهار کې د شېدو ټولولو درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د لوړ شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې د څه باندې ۵ زره ۱۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د شېدو راټولولو درې مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادو مرکزونو د فعالیت لپاره هر مرکز ته د ۱۷۰۰ امریکایې ډالرو په لګښت، شل قلمه اړین توکي ورکړل شوې، چې پکښې یخچال، قفسچه، دوه المارۍ، د ګاز ډبه، چوله، شېدو لپاره ستلونه او پیالې، مسې د شېدو راټولولو ډبې او دیګ، د لمریزې تختې او بیټرۍ، ترازو، د شېدو ثبتولو کتابچه او نور اړین وسایل شامل دي.
ددغو توکو د وېش پر مهال، د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت مسؤلینو له اړوندو چارواکوغوښتل، چې د شېدو په راټولولو کې جدي هڅې وکړي، له مالدارانو سره نږدې همکاري ولري. دوی دغه راز یادو چارواکو ته د مالدارۍ آمریت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ.
همداراز د هالنډ کمېټې مسؤلینو هم د یادو مرکزونو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې له ورکړل شویو امکاناتو څخه مؤثره ګټه واخیستل شي، ترڅو په راتلونکي کې هم ورته مرستې دوام پیدا کړي.
په ورته مهال، د یادو مرکزونو مسؤلین له کرنې ریاست او هالنډ کمېټې څخه مننه وکړه، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې ورته دا ډول مهم خدمتونه برابروي. دوی ژمنه وکړه چې له مالدارانو سره به فعاله همکاري کوي.
د دغو مرکزونو موخه دا ده چې په لیرې پرتو سیمو کې مالدارانو ته د تازه شېدو راټولولو اسانتیاوې برابرې شي، د تازه شېدو بازار ته وده ورکړل شي، مالدارانو ته اقتصادي فرصتونه پیدا شي او ځینو کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمریت تل هڅه کوي، چې مالدارانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د شېدو لپاره مناسب بازارونه پیدا کړي. دا نوي مرکزونه به د کلیو له کچې تازه شیدې راټولوي او بیا به یې کندهار ښار ته انتقالوي، ترڅو د ولسوالیو د مالدارانو شیدې بازار ته لار ومومي او په مناسبه بیه وپلورل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS