ننګرهار کې د تېرکال په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۹:۲۵
ننګرهار کې د تېرکال په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست  چارواکي وايي، چې دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د شفتالو حاصلات زیات شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، تمه ده چې سږ کال به په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلات ۹ زره او ۳۸ متریک ټنو ته ورسېږي.
د ننګرهار دکرنې ییس مولوي محمد ولي محسن، وایي چې د ننګرهار په ۱۵ ولسوالیو کې پر ۲۶۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي، چې د حاصلاتو تر څنګ څه باندې ۳ زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
مولوی محمد ولي محسن وویل، تېر کال، په ننګرهار کې ۸ زره او ۹۶۴ متریک ټنه د شفتالو حاصل تر لاسه شوی و، چې سږنی اټکل له هغې لوړ ښودل شوی او تمه ده، چې څه باندې نهه زره ټنو ته ورسېږي.
ننګرهار کې د شفتالو شلیل، ایرلي ګرېنډ، فلاوایټ، فلوریډاکینګ او فلا ګولډ ډولونه کرل شوي، چې شلیل او ایرلي ګرېنډ یې د نورو ډولونو په پرتله یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي، چې دا کار د بازارموندنې لپاره غوره فرصت ګڼل کېږي.
په ورته مهال د کرنې د برخې متخصصان وايي، ننګرهار د شفتالو لپاره مناسبه ځمکه او هوا لري، ځکه تېرو څو کلونو کې په کم‌سارې توګه د شفتالو کرلو ته مخه شوې.
د ننګرهار په بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، شیرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼي، چپرهار، ګوشته، رودات، دره نور، کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې د یاد ولایت د بڼوالۍ د پراختیا او اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS