هلمند ته دکرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۱۲
هلمند ته دکرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس سفر

۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنیو لوی رییس مولوي نصرت‌الله طلحه، د یاد وزارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یو ځای، د یو رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې، د ریاست‌الوزراء د دفتر د لوی ریاست مرستیال مفتي سیداحمد مستقیم، د مالیې وزارت د مالی معینیت کارپوه عبدالجلیل زرملوال، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د دارالانشاء رییس او مولوي محمودالحق احدي د کرنې وزارت دکرنیزو څېړنو د لوی رییس ملتیا کوله.
یاد پلاوی د سفر په پیل کې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج سره وکتل. ددې کتنې په ترڅ کې د هلمند دکرنې رییس دکرنیزو څېړنو لوی رییس ته د دې ولایت د کرنیزو فعالیتونو، وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو مفصل راپور وړاندې کړ.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د کرنیزو څېړنیو لوی رییس مولوي نصرت‌الله د هلمند په کرنیزه برخه کې ترسره شوي نوښتونه وستایل او د لا زیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
ښاغلی طلحه وویل، چې د دوی د سفر اصلي موخه د هلمند د کرنیزو څېړنو، مطالعاتي او تولیدي فعالیتونو څخه لیدنه او ارزونه ده.
ددې سفر په ترڅ کې یاد پلاوی د هلمند د بولان له کرنیزو فارم څخه هم لیدنه وکړه، چې د هلمند دکرنې ریاست د کرنیزو څېړنو لوی مدیر عبدالرحمن خاکسار راغلی پلاوی ته د بولان فارم کارکوونکي ور وپېژندل، او د فارم د کرنیز پلانونو په اړه یې مفصل معلومات ورکړل. هغه د تجربوي کروندو، هستوي او مورني تخمونو، د مېوه‌لرونکو بڼونو، او نورو کرنیزو برخو کې فعالیتونه تشریح کړل.
وروسته، راغلي پلاوي د فارم عملي کارونه له نږدې وکتل، چې پکې د غنمو او وربشو د تجربو، هستوي او مورني تخمونو، سبو، صنعتي او تېلي نباتاتو کروندې، او د مېوه لرونکو کلکسیونونو لکه ۴۱ ډوله انګور، ۲۲ ډوله انار، ۸ ډوله شفتالو، ۷ ډوله انځر، سیب، عناب، املوک او پلم شامل وو.
د یاد فارم متخصصینو خپل اړوند معلومات له پلاوي سره شریک کړل. د لیدنې پر مهال، راغلي پلاوي د فارم کارکوونکو ته مهمې او ګټورې مشورې وړاندې کړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS