کندهار ارغنداب کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو راټولولو یو لوی مرکز پرانستل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۲
کندهار ارغنداب کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو راټولولو یو لوی مرکز پرانستل شو

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د منارې په سیمه کې د میلکو کمپنۍ په مالي ملاتړ د مالدارۍ سکتور د ودې، پراختیا او بیوزلو مالدارانو د ملاتړ لپاره د تازه شیدو پروسس یو لوی مرکز پرانستل شو. د دې مرکز پرانیسته د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
د تازه شیدو پروسس کولو یاد مرکز د اته میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کال په اوږدو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه مرکز په ورځني ډول د ۱۵ زره کیلو ګرامه تازه شیدو راټولولو ظرفیت لري، او د منارې سیمې او ارغنداب ولسوالۍ ځینو نورو سیمو څخه به ۳۰۰ مالداران ورته تازه شیدې راوړي.
د کندهار مالدارۍ آمریت مسؤلین وایي چې کندهار کې شاوخوا ۶۵۰ د غواګانو فارمونه موجود دي، چې د دې فارمونو څخه نږدې ۱۲۰ زره لیټره تازه شیدې په ورځني ډول د لويو کمپنیو او لبنیاتو له لوري راټولیږي. د دې شیدو څخه ۵۰ زره لیټره میلکو کمپنۍ راټولوي.
ارغنداب ولسوالۍ کې مالداران د میلکو کمپنۍ د شیدو راټولولو مرکز څخه خوښ دي او هیله لري چې دا مرکز به د شیدو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د ښه پلورنې فرصتونه رامنځته کړي. دوی دغه اقدام د کندهار مالدارۍ د ودې او پراختیا لپاره مهم ګام بولي.
د یادونې وړ ده، چې څلور میاشتې وړاندې، د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د میلکو کمپنۍ د کندهار ډنډ ولسوالۍ خوشهاب سیمه کې د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره لیټره شیدو راټولولو لپاره یو لوی مرکز پرانستی و. تر دې دمه، د شیدو راټولولو مرکزونو شمیر په کندهار کې نږدې ۴۰ ته رسیدلی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS