د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زیتون بڼونو د ساتنې په موخه درمل شیندنه ترسره کړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۰:۲۹
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زیتون بڼونو د ساتنې په موخه درمل شیندنه ترسره کړه

د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د دویم فارم په زیتون بڼونو کې د مضره حشراتو او نباتي ناروغیو د مخنیوي لپاره درمل شیندنه کړې. دغه اقدام د حاصلاتو د زیاتوالي او د زیتون ونو د ساتنې په موخه ترسره شوی دی.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د بوټو ساتنې امریت په نوښت، د یاد شرکت اړوند د دویم فارم په زیتون بڼونو کې د مضره حشراتو او نباتي ناروغیو د مخنیوي لپاره درمل شیندنه ترسره کړه.
یاد اقدام د دې لپاره شوی، چې زیتون ونې له آفتونو، په ځانګړي ډول د سیلا حشرې او نورو نباتي ناروغیو څخه خوندي پاتې شي او په راتلونکي فصل کې سالم او لوړ حاصل ورکړي.
چارواکي وايي، دا درمل شیندنه د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب لپاره یوه مهمه مرحله ده، چې له امله به یې د زیتون بڼونو کیفیت او حاصلات ښه شي.
زیتون یو له ارزښتناکو کرنیزو حاصلاتو څخه ګڼل کېږي، چې د بازار تقاضا یې ورځ تر بلې زیاتیږي. د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد وخت پر وخت درمل شیندنه د حاصل د ساتنې او زیاتوالي لپاره اړینه ګڼل کېږي. د کرنې متخصصین باور لري چې دا ډول اقدامات به د کرنیزو بڼونو د ودې او دوام لپاره مهم رول ولوبوي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۶
Background image

تکمیل پروژه اعمار چکدم خاکی در ولسوالی خواجه‌موسی فاریاب

پروژه اعمار یک باب چکدم خاکی در قریه غارتپه مربوط ولسوالی خواجه‌موسی ولایت فاریاب با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه با هدف مدیریت منابع آبی، جلوگیری از فرسایش خاک،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۴
Background image

توزیع کمک‌های پروژه انکشاف معیشت و مصئونیت غذایی برای مالداران در زنده‌جان

روند توزیع کمک‌های پروژه انکشاف معیشت و مصئونیت غذایی برای مالداران نیازمند در ولسوالی زنده‌جان ولایت هرات، تحت نظارت کارمندان ریاست زراعت، به‌گونه شفاف و موفقانه انجام شد.
این کمک‌ها. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری با معاون اقتصادی اتحادیه اروپا در حاشیه نمایشگاه بادام‌باغ کابل

۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان برگزاری سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل، با معاون. . .

بازگشت به خبرها