د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو د پرمختګ په موخه کاري غونډه وشوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۷:۱۴
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو د پرمختګ په موخه کاري غونډه وشوه


۲۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنیزو او تخنیکي چارو رییس انجینر حکمت الله معروف د څلورګونو فارمونو د امرینو او عمومي مدیرانو سره کاري ناسته وکړه، چې پکې د کرنیزو چارو د لا پرمختګ او همغږۍ پر اړینو موضوعاتو بحث وشو.
په دې ناسته کې چې موخه یې د هېواد او په ځانګړې توګه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت پرمختګ و، ګډونوالو د کار د موثریت پر زیاتولو، پلان جوړونې، فعالیتونو د منظم پرمخ بېولو، د کاغذي کارونو د کمولو، د ادارې د سلسله مراتبو رعایت او موجوده ستونزو د حل پر لارو چارو مفصل بحث وکړ.
ښاغلي معروف د یادو موضوعاتو ترڅنګ د اغېزناکو او همغږو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ. ګډونوالو هر یوه خپل نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې له رئیس سره شریکې کړې او ژمنه یې وکړه چې د لا غوره خدمتونو لپاره به هڅې زیاتوي. په پای کې اړینې پرېکړې او سپارښتنې هم وشوې.
د یادونې وړ ده، چې انجینر حکمت الله معروف شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو چارو د رئیس په توګه خپل کار پیل کړی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS