ننګرهار کې ۵۰  بزګرانو ته د کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۳۹
ننګرهار کې ۵۰  بزګرانو ته د کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه

۳۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو مدیريتونو کار کوونکو له لوري په سره رود، کوټ، اچین، لعلپورې او شینوارو ولسوالیو کې ۵۰ بزګرانو ته د ناروغيو مخنيوي او غوره کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه.
په دغو ولسوالیو کې  بزګرانو ته د ګندنې، پالکو، غنمو او مېوه لرونکو ونو ناروغیو مخنیوي، کرنیزو عملیو، حاصل ټولولو، هرزه وښو مخنیوي او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه معلومات ورکړل شول .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو کې د نرمکارۍ، اوبو لګولو، سرې استعمال، د ونو د تنو سپینول، د ناروغیو د کنترول بیوژیکي درملنه، شنوخونو کې د کرنې ارزښت، د درملو ګټو، زیانونو او ګڼو نورو برخو کې پوهاوی وشو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو وژغورل شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

در کندهار یک چک‌دیم به ارزش ۶ میلیون افغانی ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
یک چک‌دیم بزرگ به ارزش ۶ میلیون افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در منطقه باغ عمری ولسوالی ژیری ولایت کندهار ساخته و پس از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

بازگشت به خبرها