د میدان وردګو نرخ ولسوالی کې د ګیلاسو بڼونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۱۷
د میدان وردګو نرخ ولسوالی کې د ګیلاسو بڼونه جوړېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د سټارز مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د میدان وردګو ولایت د نرخ په ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو ته د ګیلاسو معیاري بڼونه جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد بڼونه د نشه یي توکو بدیلو پروګرامونو له لارې پلي کیږي او هڅه کوي د نشه یي توکو مخنیوي په موخه لوړ حاصل ورکوونکي (متراکم )  نور بڼونه هم جوړ کړي.
د چارواکو په خبره دبڼونو کرلو لپاره هر بڼوال ته  نیالګي او د بڼ جوړولو اړین توکي ورکول کېږي، چې په نږدې راتلوونکي کې به په بڼونو کې د پایو او لینونو نصبولو چارې هم پیل شي.
دغه راز یادو بڼوالو ته په بڼونو د کرنیزو عملیو ترسره کولو، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول او نورو اړونده برخو کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده او په راتلوونکي کې به هم د حاصل ټولولو، بسته بندۍ، سورت بندۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړل شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۸:۴۳
Background image

بازدید سخنگوی وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام‌باغ کابل


۵ ثور ۱۴۰۵
در چهارمین روز میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری، مولوی شیرمحمد حاتمی (نمبریک)، رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه و سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

برگزاری برنامه دیدار تجار با تجار در نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری


۵ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه دیدار تجار با تجار (B2B) در جریان  سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار گردید.
این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۶
Background image

تکمیل پروژه اعمار چکدم خاکی در ولسوالی خواجه‌موسی فاریاب

پروژه اعمار یک باب چکدم خاکی در قریه غارتپه مربوط ولسوالی خواجه‌موسی ولایت فاریاب با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه با هدف مدیریت منابع آبی، جلوگیری از فرسایش خاک،. . .

بازگشت به خبرها