د کندهار پنجوایي ولسوالی کې لسګونو بزګرانو ته د املوک بڼونه جوړ شول 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۴۷
د کندهار پنجوایي ولسوالی کې لسګونو بزګرانو ته د املوک بڼونه جوړ شول 

۲۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د کرنیزو چارو آمریت تر څارنې لاندې، په پنجوایي ولسوالۍ کې ۵۰ اړمنو بڼوالو ته پر ۵۰ جریبه ځمکه د املوک بڼونه جوړ او هر بزګر ته د املوک نیالګي وویشل شول.
یاد بڼونه د مسلکي انجنیرانو له لوري په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي، چې له مخې یې هر بزګر ته پر یوه جریب ځمکه د ۱۳۴ نیالګیو څخه د املوک بڼ ترتیب شوی دی.
د بڼونو د جوړېدو څخه وړاندې، بڼوالو ته د املوک بڼ جوړونې عملي او نظري روزنه ورکړل شوې وه، چې په دې روزنه کې د ځمکې چمتووالی، د نیالګیو منظم ایښودل، د کتارونو ترمنځ د مناسب واټن پرېښودل، د اوبو د مدیریت سیستم رامنځته کول او اړینې سپارښتنې شاملې وې، ترڅو بڼونه په ښه توګه وده وکړي.
د دې بڼونو جوړولو موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د املوک بڼونو پراختیا، د بزګرانو ځان بسیاینه او د هغوی لپاره د کار زمینې برابرول دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په معروف ولسوالۍ کې ۱۰ اړمنو بزګرانو ته د انګور بڼونو د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۰زره نیالګي وېشل شوي وو، ترڅو د بڼوالو اقتصادي وضعیت ښه شي او په یادو ولسوالیو کې د بېلابېلو مېوو کښت ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS