ننګرهار کې ۱۱۸۰ کاریګرو ته د کار په بدل کې دنغدو پیسو د ېش لړۍ پیل شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۲
ننګرهار کې ۱۱۸۰ کاریګرو ته د کار په بدل کې دنغدو پیسو د ېش لړۍ پیل شوه


۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او داکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۱۱۸۰ تنو کاریګرو ته دکار په بدل کې نغدو پیسو وېش پیل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې د ننګرهار په درېیو ولسوالیو مومندره، غني خېل او دره نور کې ۱۱۸۰ تنو کاریګرو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوې، چې په ترڅ کې یې هر کاریګر ته ۱۴ زره او ۶۱۶  افغانۍ د ۴۰  کاري ورځو  مزد ورکول کېږي.
نوموړي وویل، چې د یادو کاریګرو په مرسته په دغو شولسوالیو کې یو شمېر واړه چکډېمونه، واټر شیټونه جوړ او لسګونه  کاریزونه، کانالونه،پلچکونه او ګودرونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې کار څخه یې موخه بزګرانو ته د اوبو لګولو  په برخه کې اسانتیا رامنځته کول، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول او خلکو ته کاري بوختیاوي رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS