پکتیا کې پر ۳۰۰  بزګرانو د سبو تخمونه او نغدې پیسې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۲
پکتیا کې پر ۳۰۰  بزګرانو د سبو تخمونه او نغدې پیسې ووېشل شوې

د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۳۰۰ تنو بزګرانو ته د سبو ډول ډول تخمونه، ۲۵ کیلو ګرامه سپینه سره، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره، ۶۴۰۰ نغدې پیسې او یو پایه د سبو وچولو ماشین (سولر ډرایر) ووېشل شو، او ترڅنګه یې یادو کروندګرو ته د تخمونو د کرکیلې په برخه کې لازمې لارښوونې هم وشوې.
د وېش په مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو لوی مدیر عزیزالله کریمي، د پاملرنې مؤسسې مسئول انجنیر محمد اضغر صدیقیار او دیادې ولسوالۍ بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د کرنیزو چارو لوی مدیر کریمي وویل، چې د یادو تخمونو د وېش څخه یې موخه د سبو د تولید زیاتوالی او د اصلاح شویو تخمونو رواجول دی او زیاته یی کړه، چې یاد تخمونه ددې ولسوالی لپاره بسنه نه کوی او د نورو فعالیتونو غوښتنه یې هم وکړه.
همدارنګه د یادې مؤسسې مسئول وویل، چې تر دې وړاندې ددوی سروې ترسره شوې وه او نن ورځ عمل توزیع شو.
د یادلو وړ ده، چې د سبو وچولو ماشین (سولر ډرایر) به په څو نږدې ورځو کې پر یادو بزګرانو ووېشل شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

کمپاین واکسیناسیون در برابر بیماری بروسلوز در پکتیکا آغاز می‌شود

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
کمپاین واکسیناسیون در برابر بیماری بروسلوز، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و حمایت مالی سازمان جهانی غذا (WFP)، در مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت فراه سفر کرد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در رأس یک هیئت به ولایت فراه سفر کرده و با مسئولان محلی و کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار و گفت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۲۲
Background image

نظارت از آنتن‌های مخابراتی فعال در ولایت پنجشیر انجام شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک هیئت از بخش‌های مختلف ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر، به‌منظور بررسی و نظارت از آنتن‌های مخابراتی فعال در ساحات مختلف این ولایت، از زمین‌های امارتی تحت. . .

بازگشت به خبرها