ننګرهار کې لسګونه بزګرانو ته د کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۰
ننګرهار کې لسګونه بزګرانو ته د کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو مدیريتونو کار کوونکو له لوري په لعلپورې، بټي کوټ او سپین غر ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو ته د ناروغيو مخنيوي او غوره کرنيزو عمليو تر سره کولو په موخه عملي روزنه ورکړل شوه.
په دغو ولسوالیو کې  بزګرانو ته د غنمو او مېوه لرونکو ونو ناروغیو مخنیوی، کرنیزو عملیو، اوبو لګولو، سرې استعمال حاصل ټولولو، هرزه وښو مخنیوي او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه معلومات ورکړل شول .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې دښاخه برۍ، یوریا سپرې، د ونو د تنو سپینول، د درملو ګټو، زیانونو او ګڼو نورو برخو کې پوهاوی وشو.
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو وژغورل شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

کمپاین واکسیناسیون در برابر بیماری بروسلوز در پکتیکا آغاز می‌شود

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
کمپاین واکسیناسیون در برابر بیماری بروسلوز، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و حمایت مالی سازمان جهانی غذا (WFP)، در مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت فراه سفر کرد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در رأس یک هیئت به ولایت فراه سفر کرده و با مسئولان محلی و کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار و گفت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۲۲
Background image

نظارت از آنتن‌های مخابراتی فعال در ولایت پنجشیر انجام شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک هیئت از بخش‌های مختلف ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر، به‌منظور بررسی و نظارت از آنتن‌های مخابراتی فعال در ساحات مختلف این ولایت، از زمین‌های امارتی تحت. . .

بازگشت به خبرها