د اراضۍ لوی رییس د هلمند ولایت د کرنې رییس سره وکتل 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۲:۲
د اراضۍ لوی رییس د هلمند ولایت د کرنې رییس سره وکتل 

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي نياز محمد وهاج سره وکتل.
په د غه کتنه کې د اراضی لوی ریاست او د هلمند د کرنې رياست د مسؤلینو ترڅنګ د دواړو ریاستونو يو شمېر مسؤلین او تخنيکي کارکوونکو هم شتون درلود.
په پیل کې د اراضۍ لوی رییس د هلمند ولایت د کرنې رییس ته ښه راغلاست ووايه او وروسته له هغه په نومړي ولایت کې د ځمکوالۍ په برخه کې د ياد رياست د اجراآتو په برخه کې خپلې پوښتنې مطرح کړې.
ورپسې د هلمند ولایت د کرنې رییس په دغه ولایت کې د ځمکو په برخه کې خپل د کارونو، اجراآتو او لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه د ياد ولايت د کرنې رياست په ځانګړې توګه د اراضۍ څانګې کارکوونکي په ډېر اخلاص، صداقت او له مراجعینو سره په ښه چلند خپلې چارې پر مخ وړي.
همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم د پلي کولو په موخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د صنعتي پارکونو د جوړولو په پار د زر جريبه ځمکې د تثبيت په برخه کې، چې چارې يې په بشپړه توګه پای ټه ورسېدې او همداراز په دغه ولایت کې د يوشمېر تخنيکي وسايلو د کمښت په برخه کې هم خپل نظر د اراضۍ لوی رییس سره شریک کړ.
په پای کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د هلمند ولایت د کرنې رییس نه د هغه د زیار او کوښښ څخه په مننې په ټولو برخو کې د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

در کندهار یک چک‌دیم به ارزش ۶ میلیون افغانی ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱۸ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
یک چک‌دیم بزرگ به ارزش ۶ میلیون افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در منطقه باغ عمری ولسوالی ژیری ولایت کندهار ساخته و پس از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

بازگشت به خبرها