د ننګرهار شینوارو ولسوالی کې حيواني درمل پلورنځي او کلينيکونه وڅارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۹:۲۹
د ننګرهار شینوارو ولسوالی کې حيواني درمل پلورنځي او کلينيکونه وڅارل شول

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې اوبو لګوني او مالداري وزارت اړوند د څارويو د روغتيا رياست استازو  او د شینوارو ولسوالی د څارویو د روغتیا، او مالدارۍ مديريت له لورې، ددي ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني درمل پلورونکو هټيو او کلينيکونو څخه څارنه او کنټرول ترسره شو.
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلورمخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ  او کلينيکونه چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل سپارښتنه ورته وشوه چي خپل  جوازونه واخلی او یایی  نوي کړي. او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه راز د مصنوعي القاح تطبیق کوونکو ډاکترانو ته د ښو او غوره استراګانو د کارولو ترڅنګ د مالدارانو اقتصادي وضعیت درک او له هغوي سره دغوره انساني چلند ترسره کولو هیله څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

آغاز پروژه بازسازی شبکه‌های زهکشی برای احیای زمین‌های زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری و کندن‌کاری مسیر خروجی آب در ساحه زراعتی قریه هلگی آجر و اعمار و بازسازی شبکه زهکشی قریه انداب ولسوالی کهمرد ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفر رسمی به ولایت پروان با مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و آمرین. . .

BACK TO NEWS