شمال لودیځ زون کې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د پنځو ولایتونو د ځمکو د تثبیت چارې بشپړې شوې 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۴۷
شمال لودیځ زون کې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د پنځو ولایتونو د ځمکو د تثبیت چارې بشپړې شوې 

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
 د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله تعالی) د ځانګړي حکم په اساس د هېواد په شمال لودیځ زون (سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب) ولایتونو کې په زر زر جريبه او بلخ ولايت کې په شل زره جریبه ځمکه باندې صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا په لاره اچول شوې وه د اراضۍ لوی ریاست د ارزونې، استملاک او بيا مېشتېدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب او د دغه ولايتونو د کرنې، کور او ښارجوړونې، اطلاعاتو او کلتور، ښاروالۍ، مصتوفیت، کانونو او پټروليم او صنعت او سوداګرۍ ریاستونو مسؤلين شتون درلود د يادو ځمکو د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک او دغه سندونه به د نورو اجراآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د يادو ولایتونو مسؤلينو په خپلو ولاياتو کې ددغه مسؤلیت د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ او هېواد والو ته د کار د زمينې برابرولو په برخه کې ښه اقدام وباله.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

آغاز پروژه بازسازی شبکه‌های زهکشی برای احیای زمین‌های زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری و کندن‌کاری مسیر خروجی آب در ساحه زراعتی قریه هلگی آجر و اعمار و بازسازی شبکه زهکشی قریه انداب ولسوالی کهمرد ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفر رسمی به ولایت پروان با مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و آمرین. . .

BACK TO NEWS