ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۲:۲۱
ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو حاصلاتو زیاتوالي په پار هڅې

۶ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوندو ځمکو کې د زیتونو بڼونه جوړ شوي دي، چې د دغو بڼونو د حاصلاتو زیاتوالی او خوندیتوب په پار هلې ځلې پیل شوي دي.
د دوی په خبره د دغو بڼونو د خوندیتوب او د حاصلاتو زیاتوالي په پار هلې ځلې پیل شوي دي، چې په ترڅ کې یې راتلونکي پسرلي کې به د زیتونو نیالګي ترلاسه او په هغو ځایونو کې په وکرل شي، چې چې انقلابي ناسازه شرایطو له منځه وړي دي ، همدارنګه دا پروسه به نورو فارمونو ته هم وغځېږي .
دا په داسې حال کې ده، چې په نږدې دوو کلونو کې ننګرهار کانال شرکت په نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکې باندې تازه زیتون بڼونه احداث کړي، چې خپل منځي جنګونو او ناسازه شرایطو له منځه وړي ؤ .
باید وویل شي، چې د ننګرهار کانال شرکت د جوړېدو سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکې زیتون بڼونه جوړ شوي، چې له بده مرغه خپل منځي جګړو او ناخوالو يې ۱۳۸۰ هکتاره ځمکې باندې ولاړ زیتون بڼونه له منځه وړي او اوس یوازې په نږدې ۱۸۰۰ هکتاره ځمکې زیتون بڼونه شته دي.
ننګرهار دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات په کې ډېر دی او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي.د زيتونو تيل نه يوازې د خوراک لپاره مهم دي، بلکې په طبي، درملو، او ښکلايي محصولاتو کې هم کارول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS