هلمند کي له زېرمه شویو غنمو څخه وخت په وخت څارنه او ارزونه کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۱:۴۲
هلمند کي له زېرمه شویو غنمو څخه وخت په وخت څارنه او ارزونه کېږي

۶ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج په لارښودنه ، ګډ پلاوي ته دنده سپارل شوې ده ترڅو په مرکز لښکرګاه کې، د کرنې ریاست په اړوندو درېیو زېرمتونو کې د زېرمه شویو غنمو څخه وخت په وخت لیدنه وکړي او د یادو غنمو د ښې ساتنې په برخه کې پر وخت لازم اقدامات ترسره کړي.
په همدې موخه یاد پلاوی په اوونۍ کې دوه الی درې ځلې یادو ګدامونو ته ورځي، ددوی په حضور کې ګدامونه خلاصېږي، د زېرمتونو صفایي، د ژوندیو خزندو او حشراتو مخنیوی په موخه د اړتیا پر مهال د درملو کارونې او د موجودو غنمو هر اړخیزه ارزونه ترسره کوي او بیا بیرته زېرمتونونه مهر لاک کوي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د زېرمه شویو غنمو د ښې ساتنې په موخه پوره هلې ځلې کوي، ترڅو خوندي پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې سږ کال په هلمند کې د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخې ٥٨٦٨ ټنه مازاد غنم پېرل شوي دي، چې له دې ډلې څخه ١٦٣٢ ټنه په هلمند او ٤٢٣٦ ټنه کابل (مرکزي سیلو) ته لېږدول شوي دي.a

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS