د لغمان د کرنې رییس د ځنګلونو د ساتنې په موخه علینګار ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۲:۳۱
د لغمان د کرنې رییس د ځنګلونو د ساتنې په موخه علینګار ولسوالی ته سفر وکړ

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې چې  دطبیعي زېرمو امر مولوي سمیع الحق شهامت، دوحشي ژوو د سروې او ځنګلونو دتنظیم مدیرانجینرتوریالی پیغام او  اجرائیه مدیر انجینرسردار زیار یې ملتیا کوله، د علینګار ولسوالی سالاب درې ته سفر وکړ، یاد پلاوي په علینګار په ولسوالی کې د یاد ولسوالی ولسوال قاري نورالهادي صارم  سره د همغږۍ ناستې وروسته د دې ولسوالی لېرې پرتې کچور سالاب دره کې له ولسونو سره، د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې په اړه ولسي ناسته ترسره کړه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «ځنګلونه دهیواد ملي شتمني ده، دغه ملي شتمني د هوا د ککړتیا مخه نیسي او حیاتي ماده اکسیجن تولیدوي.» همداراز نوموړي د ځنګلونو گڼې نورې تولیدي او محافظوي ګټې ولسونو ته بیان کړې او له هغوی یې د دې ملي شتمنۍ د ساتنې په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه، دغه راز  ولسونو ته یې سپارښتنه وکړه، چې دلرګیو ټالونو له جوړولو څخه ډډه وکړي.
په ورته وخت کې د سیمې ولسونو د راغلي پلاوي له دې هڅو څخه مننه وکړه، چې له نږدې یې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل او د ځنګلونو په ساتنه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. هغوی ژمنه وکړه، چې د تېر په څېر به د ځنګلونو ساتنه کوي او چاته به اجازه نه ورکوي، چې طبیعي ځنګلونه پرې کړي.
 دغه راز، ولسونو یو شمېر غوښتنې هم له پلاوي سره شریکې کړې، چې د ستونزو او غوښتنو د حل په برخه کې د پلاوي مشرتابه له خوا ورته ډاډ ورکړل شو.
باید وویل شي، چې د لغمان دکرنې رییس تردې وړاندې دځنګلونو ساتنې په برخه کې دعامه پوهاوي په پار نورو ولسوالیو ته هم سفرونه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS