کابل کې سلگونو څارويو ته د طبق ضد واکسین تطبیق شو
![کابل کې سلگونو څارويو ته د طبق ضد واکسین تطبیق شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2025-01/img-20250119-wa0068.jpg)
۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر ۱۱۰ غواګانو د طبق ناروغۍ د مخنیوي واکسین تطبیق شو. دا لړۍ د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکاري ترسره شوه.
د دې واکسین تطبیق موخه د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا، د څارویو محصولاتو زیاتوالی، د څارویو روغتیا ته پاملرنه او مسلکي کسانو ته کاري فرصتونه برابرول دي.
د کابل ولای مالدارانو د دې همکارۍ هرکلی کړی او د کرنې ریاست او اروپایي ټولنې د هڅو څخه یې خوښي څرګنده کړې.
د مالدارۍ سکتور روغتیا ته ځانګړې پاملرنه د څارویو د ناروغیو مخنیوي او د محصولاتو د ښهوالي لپاره اړینه ده.