د کندهار دوو ولسوالیو کې د ناروغیو د مخنیوي په موخه زرګونه څاروي واکسین شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲
د کندهار دوو ولسوالیو کې د ناروغیو د مخنیوي په موخه زرګونه څاروي واکسین شوي

۲۷ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د اروپایي ټولنې او د خوراک او کرنې نړۍوالې ادارې «ایف اې او» په مالي ملاتړ، د ارغستان او پنجوایي ولسوالیو زرګونو څارویو ته د ناروغیو ضد واکسین تطبیق شو.
په لیري پرته ارغستان ولسوالۍ کې د ۶ زره کوچنیو څارویو لپاره د چنجیو ضد واکسین کمپاین پای ته ورسېد. دغه کمپاین د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شو. د واکسین موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو روغتیا تضمین او د مالدارۍ سکتور ته وده ورکول وو.
په ورته وخت کې د ارغستان په ولسوالۍ کې ۴ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین شول. دا کمپاین د یوې میاشتې په اوږدو کې د مسلکي پاراوټرانو په همکارۍ ترسره شو. یاد واکسین د څارویو شېدو او غوښې تولید عادي ساتلو، د ناروغیو مخنیوي، او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمولو په موخه ترسره شو.
د کندهار په پنجوایې ولسوالۍ کې ۳ زره او په غورک ولسوالۍ کې ۴ زره څارويو ته هم د چنجیو ضد واکسین تطبیق شوی دی. همدارنګه یوه میاشت وړاندې د غواګانو د پوستکي، پښو او خولې ناروغۍ د مخنیوي لپاره زرګونه غواګانې واکسین شوې وې.
د ارغستان ولسوالۍ مالدارانو د کرنې ریاست او مرسته کوونکو ادارو له هڅو مننه کړې، د دغو پروګرامونو دوام یې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
یاد واکسین کمپاینونه نه یوازې د څارویو روغتیا تضمینوي، بلکې د مالدارۍ سکتور د اقتصادي ودې او مسلکي کسانو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هم ګټور دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS