ننګرهار کې د اصلاح شوي نسلي غواګانو دثبت پروسه پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۶:۱۳
ننګرهار کې د اصلاح شوي نسلي غواګانو دثبت پروسه پیل شوه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د لرسپین غر خصوصي شرکت له لورې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د غواګانو اصلاح شوي نسلونو شجره نسب د ثبت پروسه جوړه او رسمآ پیل شوه.
په همدې موخه جوړه شوي غونډه کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره يي ځنې پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي چې یو پکي همدا د اصلاح شوي نسلي خوسکیو او غواګانو د ثبت پروسه ده، چې پدې سره به وکولې شو په راتلونکي څو کلونو کې دباکیفیته لبني محصولاتو تولید زیاتوالي شاهدان ووسو.
ښاغلي محسن وویل، چې ددې کار څخه یي موخه د غواګانو شجره نسب د ورکېدو مخنیوي، د غواګانو کیفیت او نوعیت، شېدو، شحمو اندازې معلومولو دي.
د ننګرهار د کرنې رییس د لر سپین غر شرکت مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ دوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار کور اوښار جوړونې رییس قاري محمد نبي سعیدي د نسلي غواګانو د ثبت پروسې په پیل کېدو خوښي وښوده او دایي د ننګرهار مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم وباله .
د لرسپین غر شرکت مشر پوهنوال دوکتور محمد اصف د لرسپین غر شرکت په تېرو فعالیتو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS