د هلمند ناوه کې سلګونو کسانو ته د طبیعي ځنګلونو او علفچرو ساتنې په هکله پوهاوی ورکړل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۵:۵
د هلمند ناوه کې سلګونو کسانو ته د طبیعي ځنګلونو او علفچرو ساتنې په هکله پوهاوی ورکړل شو

۱۲ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ناوې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکؤنکو په ملتیا سلګونه کسانو ته د ځنګلو، څړځایونو او طبیعي سرچینو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو. 
په دې پروسه کې د کرنې ریاست اړوند دطبیعي سرچینو امریت اړوند د ناوې ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د مدیریت کارکؤنکو لخوا په دغې ولسوالی کې د ځنګلونو او څړځایونو د بېلابېلو سیمو څخه څارنه او ارزونه هم ترسره شوې ده، چې په ترڅ کې یې ځایي اوسیدونکو ته د ځنګلونو ارزښت اواهمیت په اړه پوهاوی ورکړل شو.
ځنګلونه او څړځایونه په طبیعت کې حیاتي ارزښت لري او د چاپېریال، اقتصاد، او ټولنیز ژوند په ښه کولو کې مهمه ونډه لري.
د ځنګلونو او څړځایونو ساتنه نه یوازې د طبیعت د بقا لپاره مهمه ده، بلکې د انسانانو ژوند او راتلونکي ته هم حیاتي اهمیت لري، د یادو سیمو ساتنه او سم مدیریت زموږ د ټولنې د پرمختګ یوه مهمه اړتیا ده، په همدې موخه د هلمند د کرنې ریاست ورته ځانګړې پاملرنه کوي او د بیا احیاء لپاره یې یولړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS