د کندهار ژړۍ کې ۷۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۵:۲۲
د کندهار ژړۍ کې ۷۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې(ایف. اې. او) په مالې او د (او،اچ،ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار د ژړۍ ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د یادې ولسوالی ۷۰۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ووېشل شوه، چې له یادې مرستې سره به د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، له کمې ځمکې څخه به زیات حاصل ترلاسه کړي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، چې له امله به بزګران د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کمې ځمکې څخه هم ښه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له دغې مرستې څخه برخمن شوي بزګران هم د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه خوښ دی، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي. 
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د ښورابک، نېش، غورک او یوشمېر نورو ولسوالیو کې زرګونو بزګرانو ته هم دې ته ورته مرستې لړۍ ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS