د هلمند مرکز کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۳:۴۶
د هلمند مرکز کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي، نباتي او حیواني درمل سره جلا کړي، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس خپلې چارې په اصولي ډول مخې ته یوسي.
همدارنګه هغه هټۍ چې د فعاليت د جوازونو وخت يې تېر او یایې جوازونه نه درلودل  درمل پلورنځئ یې وتړل شوې، ددې ترڅنګ دوی ته لارښودنه وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته په جدي ډول لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه د غیر مسلکي کسانو، د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور او د غير قانونې درملو مخنيوی ښودل شوي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار برگزار شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار، به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، با حضور نماینده ریاست اقتصاد، آمرین بخش‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

چهار کانال زراعتی در ولایت بدخشان تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
چهار کانال زراعتی در ولسوالی‌های تیشکان، ارغنجخواه، بهارک و فیض‌آباد ولایت بدخشان، با هزینه مجموعی بیش از ۱۲۰ میلیون افغانی اعمار و بازسازی شده و پس از تکمیل، به بهره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

بررسی فعالیت‌های ریاست زراعت هرات از سوی معین مالی و اداری وزارت زراعت

۱۹ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت هرات، با رییس و کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار و گزارش  فعالیت‌های این. . .

بازگشت به خبرها