لغمان کې د خارجي پرازیټونو (کنو) ضد کمپاین پیل شو  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۲۵
لغمان کې د خارجي پرازیټونو (کنو) ضد کمپاین پیل شو  

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په یاد ولایت کې د کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کمپاین پیل شو. دغه کمپاین د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویل شوی دی.
په دې کمپاین کې، چې د ۱۲ تنه وترنر ډاکترانو په مرسته ترسره کېږي، د مرکز مهترلام ترڅنګ د ټولو ولسوالیو کوچي مالدارانو او څارویو ساتونکو ته د څارویو او تبیلو درمل شیندنه ترسره کېږي. یاد ډاکترانو ته د کنو ضد درمل، دواپاشي پمپونه او د حفظ الصحې اړوند کڅوړې وېشل شوې دي، تر څو د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترې کار واخلي.
کانګو تبه (وینه بهېدونکې تبه) یوه وېروسي او مرګونې زونوزس ناروغي ده، چې د کنو له لارې د یو څاروي څخه بل څاروي او انسانانو ته انتقالېږي.
د کرنې وزارت د دې کمپاین له پلي کولو موخه د کانګو تبې پر وړاندې د انسانانو خوندي کول او د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS