کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د چک‌ډېم جوړېدو چارې پیل شوې  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۸:۳۱
کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د چک‌ډېم جوړېدو چارې پیل شوې  

د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ بغکه سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو. ان. ډي. پي) په مالي ملاتړ او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ، د ۱۵ میلیونه ۹۸۹ زره افغانیو په ارزښت د چک‌ډېم جوړېدو چارې پیل شوې.
یاد چک‌ډېم ۸۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره لوړوالی لري، چې د جوړېدو چارې به یې د درېیو اونیو په اوږدو کې په اساسي او پاخه ډول بشپړې شي. د دې پروژې پر مهال ۲۰ کسانو ته په فني او ۶۰ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د چک‌ډېم د جوړېدو موخه د باراني اوبو راټولول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول، او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ دی، ترڅو د اوبو اړوند ستونزې حل او د سیمې اقتصادي وضعیت ښه شي.
یادونه باید وشي، چې له دې وړاندې هم د خاکریز ولسوالۍ اټلي سیمه کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بل چک‌ډېم جوړېدو چارې پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS