کندهار کې د تازه شيدو تولید زیاتولو او ستونزو حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۹:۵۵
کندهار کې د تازه شيدو تولید زیاتولو او ستونزو حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه 

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ سرپرست آمر الحاج مولوي عبدالغني عفان په مشرۍ د غواګانو مالدارانو د همغږۍ یوه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د غواګانو فارمدارانو، د غواګانو ټولنو استازو او د مالدارۍ آمریت ګڼو مسؤلینو ګډون کړی و.
د غونډې موخه د تازه شیدو تولید زیاتول، د شیدو محصولاتو لپاره د بازار موندنې پیاوړتیا، د پوډري شیدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو لټون او د غواګانو د ستونزو د حل لپاره د همکارۍ موندل وو.
په پیل کې، د مالدارۍ سرپرست آمر د تازه شیدو د تولید زیاتولو، د شیدو د اغېزمنې بازار موندنې، د فارمدارانو لپاره د ټولنو جوړولو، د شیدو د کیفیت لوړولو او د پوډري شیدو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې. هغه ډاډ ورکړ چې د مالدارۍ آمریت به د مالدارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
مالدارانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د همکارۍ مننه وکړه او خپلې ستونزې یې له چارواکو سره شریکې کړې. د مالدارۍ آمریت مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د ستونزو د حل لپاره به هر اړخیز اقدامات ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS