هلمند کې د غنمو زېرمه کولو لړۍ بشپړه او مرکزي سیلو ته یې انتقال روان دی  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۵۳
هلمند کې د غنمو زېرمه کولو لړۍ بشپړه او مرکزي سیلو ته یې انتقال روان دی  

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د اړوندو کمېټو په ګډې همکارۍ، په مرکز لښکرګاه کې له بزګرانو څخه ۱زر او ۶۳۲ ټنه اضافي غنم پېرل شوي او د کرنې ریاست په ګدامونو کې په مسلکي ډول زېرمه شوي دي.
د ا.ا.ا زعیم عالیقدر، امیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ، دغه غنم د لښکرګاه په درې ګدامونو کې د دې لپاره ساتل شوي چې د بحراني حالاتو، وچکالۍ یا طبیعي پېښو پر مهال د غنمو کمښت مخنیوی وشي.
په ورته وخت کې، مرکز کابل ته د ۴زر او ۲۳۶ ټنه غنمو د لېږد لړۍ د ځانګړې کړنلارې له مخې د ګډو کمېټو په حضور کې دوام لري، چې تمه ده ژر بشپړه شي.
د یادونې وړ ده چې سږ کال د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې په هلمند کې ټولټال ۵زره او ۸۶۸ ټنه اضافي غنم پېرل کېږي، چې له دې ډلې څخه ۱زر او ۶۳۲ ټنه په هلمند کې زېرمه شوي او پاتې ۴زره او ۲۳۶ ټنه کابل (مرکزي سیلو) ته لېږدول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS