کندز ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ د استازو سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۷
کندز ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ د استازو سفر

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیالۍ استازي کندز ولایت کې د مازادو غنمو پېرودلو پروسې د ارزونې په موخه دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې له بزګرانو د مازادو غنمو د پیرودلو او معاینې کمیټو له استازو سره لیدنه وکړه. 
په دغه کتنه کې د مالي او اداري مرستیالۍ استازی محبوب شاه شاه او ورسره مل پلاوي له خوا په دې ولایت کې له بزګرانو د اضافي غنمو د پیرلو پروسه کې د ګډو کمېټو لخوا د ترسره شویو کړنو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې هم د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.  ښاغلي شاهد دغه پروسه ډېره مهمه یاده کړه او وې ویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړي حکم د بزګرانو د حمایې او ملاتړ ترڅنګ به راتلونکي کې د هېواد په کچه زرګونه متریک ټنه خوراکي غنم ولرو ترڅو د ولسونو د اړتیا پر مهال د اسلامي امارت لخوا ورڅخه ګټه واخیستل شي.
وروسته د یادو کمیټو غړیو د ورغلي پلاوي ورتګ کندز ته مؤثر وباله او وې ویل، چې دغه پروسه به د وزارت مقام د لارښودنو مطابق لا ښه او منظمه پر مخ یوړل شي. 
همدارنګه د کندز په ولایت کې د مازادو غنمو دپېرودلو ګډو کمیټو راغلي پلاوي ته ددغې پروسې د ښه پر مخ بیولو په اړه له خپله اړخه د بشپړې همکارۍ ډاد ورکړ، هغوی ددې پروسې پر شفافیت، د بزګرانو غوښتنو ته د رسیدنې، د ستونزو هوارولو او د مشرتابه د حکم د عملي تطبیق په برخه کې د هر راز مسؤلانه همکاریو ژمنه وکړه.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت بادغیس

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت بادغیس با رئیس و کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت دیدار کرد.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

در ۱۶ ولایت کشور ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی ایجاد و تطبیق شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست توسعه غله‌جات و نباتات صنعتی ریاست عمومی ترویج زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در چارچوب برنامه‌های انکشافی و ترویجی سال ۱۴۰۵، ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی را در ۱۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار برگزار شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار، به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، با حضور نماینده ریاست اقتصاد، آمرین بخش‌های. . .

بازگشت به خبرها