کندهار کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیم ودانیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۴۸
کندهار کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیم ودانیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې 

۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په اټلی سیمه کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډیم ودانیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده، چې پاتې چارې به د راتلونکو دوو اونیو په ترڅ کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
د دې پروژې د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر روح الله روحاني او د اوبولګولو د نوې ټکنالوژۍ پراختیا عمومي مدیر انجنیر حامد سعادت د یاد چکډیم ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.
د څارنې پر مهال، د چکډیم د جوړېدو بهیر هر اړخیز و ارزول شو او د انجینرانو له خوا د کیفیت لوړولو او ښه تطبیق لپاره مهمې سپارښتنې وړاندې شوې.
دغه چکډیم د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د کندهار د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې جوړیږي.
دا چکډیم د ۸۷ متره اوږدوالي، ۴ متره پراخوالي او ۷ مترو په لوړوالي سره په اساسي او پایدار ډول جوړېږي. د دې پروژې په ترڅ کې ۱۰ کسانو ته په فني برخو او ۱۵ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې یوه اونۍ وړاندې په خاکریز ولسوالۍ کې د یو حوض د جوړولو تخنیکي سروې بشپړه شوې وه، چې د هغه د جوړولو چارې هم په سملاسي ډول پیل شوې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS