مرکزي بغلان کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د کانال د جوړولو چارې پیل شوې  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۹:۱۹
مرکزي بغلان کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د کانال د جوړولو چارې پیل شوې  

د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د کرنې ریاست له لوري د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې.  
د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي رحیم الله "احدي" او د طبيعي سرچینو آمر محمد ابراهیم "عثماني" وایي، چې دغه کانال ۷۸۸ متره اوږدوالی، ۱۴۰ سانتي متره پلنوالی او ۱۷۰ سانتي متره ژوروالی لري. د دې کانال په بشپړېدو سره به ۵زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
یاد چارواکي زیاتوي، چې د دې پروژې په ترڅ کې به ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او تمه ده، چې کارونه به یې په دوو میاشتو کې بشپړ شي.
د مرکزي بغلان د ولسوال مرستیال مولوي عمیر او د انارخیلو سیمې بزګران وایي، چې د کانال په جوړولو سره به د دوی په کرنیزو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. همدارنګه، دغه کانال به د اوبو په سالم مدیریت کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ عملي کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS