د کندهار پنجوايي کې د غواګانو پوستکي ناروغۍ ضد واکسین کمپاین بشپړ شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۴۷
د کندهار پنجوايي کې د غواګانو پوستکي ناروغۍ ضد واکسین کمپاین بشپړ شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (ایف. اې. او) په مالي همکارۍ، د کندهار په پنجوايي ولسوالی کې د پوستکي ناروغۍ د مخنیوي کمپاین په ترڅ کې دوه زره غواګانو ته وقایوي واکسین پلي شو.
د دې کمپاین په ترڅ کې دوه زره ډوزه واکسین د یادې ولسوالی د کرنې، مالدارۍ او اوبولګو آمریت په تخنیکي همکارۍ، دوه زره غواګانو ته تطبیق شو. د پوستکي ناروغي چې یواځې په غواګانو کې ليدل کېږي، د شيدو د کمښت، پوستکي خرابوالي، د څارویو د مړینې او د څارویو محصولاتو د کموالي سبب کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د پوستکي ناروغۍ لپاره د ټول کمپاین په اوږدو کې ۵۵ زره ډوزه واکسین چمتو شوی، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د کندهار په ژړۍ، دامان، ډنډ، ارغنداب، پنجوايي، لوړ او کښته شاولیکوټ، لوړ او کښته میوند، سپین بولدک ولسوالیو او د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د مالدارۍ آمریت په تخنیکي مرسته تطبیق شي. تر دې وړاندې یاد کمپاین د کندهار ښار په دوو ناحیو کې په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS