هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخيص په موخه پلاوی بلخ او جوزجان ولايتونو ته سفر وکړ 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۱۸
هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخيص په موخه پلاوی بلخ او جوزجان ولايتونو ته سفر وکړ 

۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هېواد په کچه د شمالي ولايتونو د څړځايونو د سروې او تشخيص په موخه پلاوی، چې په کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د اراضۍ ادارې د ارزونې، استملاک او بيا مېشتدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب، د بلخ ولایت مرستیال مولوی نورالهدا ابو ادریس، د بلخ ولایت ښاروال، د کرنې رییس او یوشمېر نورو مسؤلينو ګډون لري بلخ او جوزجان ولايتونو ته سفر وکړ .
ددې سفر په ترڅ کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم ټولو مسؤلينو ته وويل: «نن موږ او تاسې دلته په دې سړه هوا کې د يو ملي پروژې چې هغه د هېواد د څړځايونو سروې او تشخيص دی سره راټول شوي يو چې وشو کولای د هېواد ټولې هغه ځمکې چې د کلونو راهيسې د هغو سروې او تشخيص په سمه توګه نده شوې هغه بررسي کړو ترڅو هم د خلکو حق او هم بیت المال خوندي وساتل شي.»
ښاغلي مظلوم زیاته کړه: «نن چې په هېواد کې په بشپړه توګه امنيت تامين دی نو دا زموږ او ستاسو مسؤليت دی، چې له دغه فرصت څخه پوره ګټه پورته کړو او د هېواد په بيا رغونه او همدارنګه خلکو ته د ژوند د اسانتياوو برابرولو په برخه کې هم خپل مسووليت ادا کړو».
نوموړی ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې په خپله دنده کې له پوره دقت، اخلاص او ايماندارۍ څخه کار واخلي او کوښښ وکړي، چې خپل مسووليت په سمه توګه سرته ورسوي.
ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل او د اراضۍ ادارې د ارزونې، استملاک او بيا مېشتدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب هم په خپل وار د اراضۍ لوی رییس د خبرو په تاييد خپلې لارښوونې او سپارښتنې ټولو کارکوونکو ته چې په دغه سروې کې شتون لري وکړې.
په پای کې ټولو مسؤلينو د دغه پروسې د ښه پرمختګ او همدارنګه د خنډ او ځنډ څخه د مخنيوي په موخه ټولو کارکوونکو ته د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې ده، چې دغه پروګرام فارياب ولايت کې په بشپړه توګه سرته رسېدلې او اوسمهال د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالی کې افتتاح او وروسته له بلخ ولایت څخه جوزجان ولايت او له هغه  وروسته به د هېواد نورو ولايتونو کې هم تطبيق شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS