پکتیا کې ۴۸ زره  ډوزه د څارویو مختلف النوع واکسینونو د تطبیق لړی پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۱۸
پکتیا کې ۴۸ زره  ډوزه د څارویو مختلف النوع واکسینونو د تطبیق لړی پیل شوه

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست اړوند د مالداری آمریت کارمندانو لخوا یو ځل بیا د کوچنیو شخوند وهونکو څارویو (پي،پي آر) ، د پوستکي ناروغۍ (ال اس ډي) او طبق ( ایف ایم ډي) واکسینونو د تطبیق لړی پیل شوه.
یاد پروګرام چ د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې (اف اې او) په مالي لګښت او د خصوصي سکتور وترنر ډاکترانو په همکارۍ د پکتیا ولایت د مرکز په ګډون په ۱۴ ولسوالیو کې پلي کېږي.
د واکسینونو د تطبیق څخه موخه د څارویو روغتیا پالنه ده، ترڅو په راتلونکې کې یاد څاروي د ځیږکۍ، د پوستکې ناروغۍ او طبق ناروغیو څخه روغ پاتې شي، د څارنې دا لړۍ به په ټولو ولسوالیو کې دوام ولري.
د یادولو وړ ده، چې په نوموړي واکسینونو کې ۱۲زره ډوزه واکسین د کوچنیو شخوند وهونکو څارویو ( پي،پي، آر) او ۲۵زره ډوزه د پوستکي ناروغۍ (ال اس ډي) او ۱۱ زره ډوزه د طبق (ایف ایم ډي) ناروغیو واکسینونه شامل دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS