د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د شفتلو تخمونه پر ۱۰۰ مالدارانو ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۵۵
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د شفتلو تخمونه پر ۱۰۰ مالدارانو ووېشل شول

یاد تخمونه د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د خوراک او کرنې نړیوال پروګرام اف اې او په مالي لګښت او د او آر ډي موسسې له لارې وېشل شوي دي. هر مالدار ته د څارویو د تازه خوراک لپاره ۳ کیلوګرامه شفتله تخم ورکړل شو.
د یادو مالدارانو سروې مخکې ترسره شوې وه او په همدې لړ کې ورته پخوا ۴۰ ټنه متراکم خواړه او ۲ ټنه غذایي خښته وېشل شوې وه. چې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه متراکمه خواړه او ۱۰ کیلوګرامه غذایي خښته ورکړل شوې وه. اوس د شفتلو تخم د وېش پروسه بشپړه شوه ترڅو د څارویو لپاره د خوراک کیفیت ښه شي.
د کرنې ریاست په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د دې پروګرام په دوام، د مټاخان ولسوالۍ مالدارانو ته هم د شفتلو تخمونه ووېشل شي.
دا پروګرام د مالدارۍ سکتور د ودې او د څارویو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم اقدام ګڼل شوی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS