د کندهار کرنې ریاست او اناسټو پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۹:۴۴
د کندهار کرنې ریاست او اناسټو پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو  

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د کندهار کرنې رئیس الحاج مولوي فضل الباري فضلي او د اناسټو پوهنتون رئیس الحاج مولوي محمد داود آغا هاشمي لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو. په دې مراسمو کې د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی، د اناسټو پوهنتون مرستیال پوهنیار ثناءالله ارغستاني، د کرنیزو څېړنو آمریت مرستیال دوکتور شریف الله شریفي او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
یاد هوکړه لیک د علمي زده کړو د ودې لپاره د ګډو پروګرامونو جوړول، د خاورو اصلاح او نورو اړوندو څېړنو ترسره کول، د کرنې او مالدارۍ سکتور ستونزو ته حل لارې موندل، زده کړیالانو ته د انټرنشیپ پروګرامونو له لارې د کار فرصتونو برابرول، د محصولاتو معیاري کول، او د افتونو او حشراتو پر وړاندې د څېړنو ترسره کولو په موخه لاسلیک شو.
په پیل کې د کرنې رئیس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د کرنیز سکتور د پرمختګ لپاره د څېړنو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د ځان بسیاینې نړیوال کنفرانس په بریالیتوب سره د ترسره کېدو له امله د اناسټو پوهنتون مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې دغه هوکړه لیک د کندهار کرنیز سکتور د ودې لپاره یو مهم اقدام دی.
د اناسټو پوهنتون رئیس الحاج مولوي محمد داود آغا هاشمي د یادې هوکړې اهمیت په ډاګه کړ او غوښتنه یې وکړه، چې کرنې ریاست دې د کوهکران او نوروزي فارمونو څېړنو کې له پوهنتون سره همکاري وکړي. هغه ژمنه وکړه، چې پوهنتون به خپلې څېړنې له کرنې ریاست سره شریکې کړي او د پرمختګ لپاره به ګډ کار وکړي.
د خبرو تر تبادلې وروسته دواړو لوریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، یو بل ته یې مبارکي وویله، او ژمنه یې وکړه چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د پرمختګ لپاره به ګډې هڅې جاري ساتي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS