د کندهار ډنډ کې پر زرګونو بیوزله بزګرانو د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۲:۳۷
د کندهار ډنډ کې پر زرګونو بیوزله بزګرانو د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف. اې. او) په مالي او د (او. ایچ ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ کندهار د ډنډ ولسوالی پر ۲ زره، ۵۵۰ اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ووېشل شوه، چې د یادې مرستې سره به د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، له لږې ځمکې څخه به زیات حاصل ترلاسه کړي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، چې له امله به بزګران د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کمې ځمکې څخه هم ښه ګټه پورته کړي.
 دا ډول مرستې د کرنیز سکتور د پرمختګ او پراختیا لپاره مهمې دي، ځکه چې د بزګرانو ملاتړ له دې لارې ډېر اغېزمن تمامېږي.
په ورته وخت کې د ډنډ ولسوالی د مرستي برخمن شوي بزګران هم د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه زیات خوښ دي، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم په کندهار ژړۍ ولسوالی کې دوه زره بزګرانو سره دې ته ورته مرسته ترسره شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS