په امارتي ځمکو باندې د مخاربراتي انتنونو د تثبيت په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۰
په امارتي ځمکو باندې د مخاربراتي انتنونو د تثبيت په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه 

۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست په مقام کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د مخابراتو وزارت د حقوقي چارو رییس مفتي نورالله، د دغه وزارت د اترا ادارې مالي او اداري معاون مفتي نجم الدین ملاخېل، د ماليې وزارت د دولتي عوايدو آمر امرخېل او د اراضۍ لوی رياست يو شمېر چارواکو په ګډون¸ په امارتي ځمکو باندې د مخاربراتي انتنونو د تثبيت په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه.
دغه غونډه چې مشري یې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم کوله ټولو مربوطه څانګو ته دنده وسپارل شوه تر څو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم د پلي کولو په موخه دې ټول ذيدخل ادارې د کرنې وزارت سره په همغږۍ د انتنونو ټولې پايې تثبيت، او د يادو انتنونو ټول عوايد دې د کرنې وزارت له لارې عمومي بوديجې ته راټول شي.
په پای کې چارواکو د هرډول همکارۍ تر څنګ د دغه کار د لا ښه والي او په ورسپارل شوي مسؤلیت کې د خنډ او ځنډ څخه د مخنيوي په موخه خپل نظرونه د اراضۍ لوی رییس سره شريک کړل.
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې ترڅو د ماليې وزارت او اترا ادارې سره په همغږۍ په امارتي ځمکو باندې د مخابراتي انتنونو ټولې نصب شوې پايې تثبيت وروسته دې د ټولو تثبيت شويو انتنونو په اړه اړوندو مخابراتي شرکتونو سره دې قراردادونه وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS