کونړ کې د کب روزنې سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ د کب روزنې څلور سوداګریز فارمونه جوړېږي

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۴۷
کونړ کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړاو ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده

کونړ کې د کب روزنې فارمونه د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي او د کبانو روزنې ته د خلکو لیوالتیا زیاته شوې ده، چې په همدې برخه کې لسګونه نوي فارمونه جوړاو ګڼو خلکو ته پکې د کار او روزګار زمینه برابره شوې ده.
د کونړ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د سرکاڼو په ولسوالی د ګرمو اوبو «سلور، ګراس او کاموکارپ» کبانو څلور سوداګریز فارمونه جوړېږي، چې هر فارم یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیا لري، چې له یادو فارمونو څخه به د کال شپږ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولید او بازار ته به وړاندې شي.
دکب روزنې دغه فارمونه د کونړ د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لارښوونو سره سم رغول کېږي، چې وخت پر وخت یې مسؤلینو ته لازمې لارښونې او سپارښتنې ترسره کېږي.
په افغانستان کې د کب روزنې زرګونه فارمونه شتون لري، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS