ننګرهار کې ۱۰۰ بزګرانو ته د ورمي کمپوست سرو تولید او چنجیو روزلو برخه کې روزنه ورکړل شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۴۵
ننګرهار کې ۱۰۰ بزګرانو ته د ورمي کمپوست سرو تولید او چنجیو روزلو برخه کې روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام  له لورې روداتو ولسوالی ۱۰۰ تنو نارینه او مېرمنو ته د عضوي سرو تولید او چنجیو روزلو په برخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې ریاست سرپرست او دعشر امر مولوي سلیمان اسامه د ورکشاپ ګډوالو ته وویل، چې د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي عضوی سرو صنعت ته پراختیا ورکړي، ترڅو پر کیمیاوي سرو اتکاء کمه شي؛ ځکه کیمیاوی سرې د چاپېریال د ککړتیا سربېره په انسانانو کې د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.
ښاغلي اسامه بزګرانو ته وویل، چې د ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي ترڅو په خپلو کلیو کې نورو بزګرانو ته یي   ورسوي او نور خلک تري هم برخمن شي.
هغه وویل بزګرانو ته د چنجیو روزلو، ساتنې، خوراک، سرې اخېستلو، رطوبت او نورو اړونده برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام  مسؤل داکتر معین خان توتاخېل وویل، چې دوی غواړې په راتلونکی کې یاد پروګرام نورو ولسوالیو ته هم وغځوي ترڅو د ورمي کمپوست سرو سره د بزګرانو بلدتیا زیاته شي.
ښاغلي توتاخېل وویل هر بزګرته د چنجیو روزلو او کمپوست سرو زیاتوالي په پار وسایل او چینجي هم ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS