لغمان، دولت شاه کې بزګرانو ته د کرنیزو زده کړو ورکشاپ جوړ شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۲۴
لغمان، دولت شاه کې بزګرانو ته د کرنیزو زده کړو ورکشاپ جوړ شو

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د بزګر کرنیز ښوونځي پروګرام له لارې بزګرانو او بڼوالو ته د "ترایکوډرما" ګټورو قارچونو د بیولوژیکي کنټرول کارولواو د کیمیاوي آفت وژونکو زیانونو او خوندیتوب اړوند زده کړې ورکړل شوې.
د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او کرنتین ریاست پلاوي، چې مشري یې انجنیر احسان الله حیدري کوله، د لغمان د کرنې ریاست د بوټو ساتنې او کرنتین مدیریت کارکوونکو ظفرګل زهیر او محب الله زاهدي او د دولت شاه ولسوالۍ کارکوونکو په همکارۍ، د ویس مورا، چنډال، تملا، چکلا، او خاص دولت شاه کلیو کې د بزګرانو پوهاوی لوړ کړ.
په دې روزنیز ورکشاپ کې د "ترایکوډرما" ګټورو قارچونو د بیولوژیکي کنټرول کارولو عملي طریقه بزګرانو ته ور وښوول شوه، چې د خاورې روغتیا ته ګټه رسوي او د نباتي ناروغیو مخنیوی کوي. همدارنګه، د کیمیاوي آفت وژونکو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړل شو او د خوندیتوب عملي لارې چارې تشریح شوې.
د دې ورکشاپ موخه د کرنیز پوهاوي لوړول او د صحي کرنې اصولو ته لار برابرول وو، چې د سیمې بزګرانو ته یې د عملي تطبیق اهمیت په روښانه ډول وښود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS