کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د ریحانو صادراتو بهیر رسماً پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۱۷
کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د ریحانو صادراتو بهیر رسماً پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د وطني ریحانو د صادراتو بهیر د پیل لپاره نن یوه ځانګړې غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د کرنې ریاست استازو، د کندهار ولایت مقام استازو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او ګڼ شمېر سوداګرو ګډون کړی و.
د غونډې په جریان کې بهرنیو هېوادونو ته د وطني ریحانو د صادراتو لپاره یو منظم میکانیزم ترتیب شو. سوداګرو ته د صادراتو د ښه او منظم ترسره کولو لپاره یوه رسمي شرط پاڼه هم جوړه شوه، ترڅو د کرنیزو محصولاتو شهرت او کیفیت په نړیواله کچه لوړ وساتل شي.
همداراز، د نبات ژغورنې مدیریت او د کرنتین مسؤلینو د چارو په اړه هم هر اړخیزه څارنه ترسره شوه او اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو په راتلونکي کې د کرنیزو صادراتو کیفیت او موثریت نور هم لوړ شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۴
Background image

تلاش‌های ریاست زراعت نیمروز برای رسیدگی به آسیب‌دیدگان سیلاب‌ها در ولسوالی چخانسور

۱۹ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز به‌منظور رسیدگی به وضعیت آسیب‌دیدگان سیلاب‌های اخیر، در رأس هیأتی به ولسوالی چخانسور سفر کرد.
مولوی نیاز محمد «وهاج» همراه با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

وزارت زراعت زمین را به وزارت صنعت و تجارت منتقل کرد

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
مسؤولان ریاست امور زمین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می‌گویند که به فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، قرارداد انتقال زمین بین ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۵۳
Background image

غرس ۹ هزار اصله نهال مثمر و غیر مثمر در ولسوالی خاکجبار کابل

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش 
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولسوالی خاکجبار ولایت کابل با همکاری مؤسسه استارز، ۹ هزار اصله نهال مثمر و غیر مثمر را در شماری از قریه‌های این ولسوالی غرس. . .

بازگشت به خبرها