ننګرهار کې سلګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۱۹
ننګرهار کې سلګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  ریاست سره په همغږۍ د بشري خیریه موسسې له لورې په اچین، سپین غر، لعلپوره او مهمندرې ولسوالېو کې ۴۱۷ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوی سرو او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې بشري خیریه موسسې هر بزګر ته ۲۵ کیلو اصلاح شوي غنم تخم،  ۲۵ کیلو توره، ۵۰ کیلو یوریا سري، بېلچه، پنجي، لور، رمبی او موزې ورکړل شوي.
ښاغلي محسن وویل، چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې له لوري هم زرګونه بزګرانو ته اصلاح شوي غنمو تخم او کیمیاوی سرو وېش لړۍ پیل شوه.
د بشري خیریه  مؤسسې دکرنې برخې مسؤل انجنیر هدایت الله ثنایي وویل، چې په نږدې ورځو کې یادو بزګرانو ته  غنمو کرلو، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول، ناروغیو مخنیوی، حاصل ټولولواو نورو اړونده برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS