د کندهار ارغستان کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم جوړولو چارې رسماً پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۰:۲۱
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د ارغستان ولسوالی په سر درې کلی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم جوړولو چارې رسماً پیل شوې. د یاد چکډېم ودانیزې چارې به د کندهار طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د دوو میاشتو په اوږدو کې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټه اخیستني ته به وسپارل شي. 

د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو د آمریت انجنیر روح الله روحاني وویل، چې یاد چکډېم به د ۸۷ متره اوږدوالي، ۴ متره پراخوالي او ۷ مترو په لوړوالي سره په اساسي او پایدار ډول جوړ شي. چې ورسره ترڅنګ به ۱۰ کسانو ته په فني برخو او ۱۵ نورو کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه برابره شي. 
دغه چکډېم به د ژمې اورښتونه زېرمه کړي، چې په نتیجه کې به یې د ارغستان ولسوالی د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي. دې سره به د سیمې د زرګونو بزګرانو او مالدارانو لپاره د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسی ممکن شي او د کرنې او مالدارۍ په چارو کې به د هغوی ستونزې په مؤثره توګه حل شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کندهار خاکریز ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) په مالي ملاتړ د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوچکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې وې.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه د ۱۳۸ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې ډېری یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت بادغیس

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت بادغیس با رئیس و کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت دیدار کرد.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

در ۱۶ ولایت کشور ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی ایجاد و تطبیق شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست توسعه غله‌جات و نباتات صنعتی ریاست عمومی ترویج زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در چارچوب برنامه‌های انکشافی و ترویجی سال ۱۴۰۵، ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی را در ۱۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار برگزار شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار، به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، با حضور نماینده ریاست اقتصاد، آمرین بخش‌های. . .

بازگشت به خبرها