د ځنګلونو پر خوندیتوب او پراختیا د پکتیکا دکرنې رییس ټینګار

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۱۲
د ځنګلونو پر خوندیتوب او پراختیا د پکتیکا دکرنې رییس ټینګار

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي محمدزمان عمري ددې ولایت د امني ولسوالی له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار خبرې اترې وکړې. په غونډه کې د یادو ولسوالیو ولسوالانو، د استخباراتو او قومندانیو استازو او قومي مشرانو ګډون کړی و. د ولایت مقام استازي نورالله، د امنیه قوماندانۍ استازي فاروق، د استخباراتو استازي اسدالله، د قول اردو استازي مجاهد، د علماء شورا استازي جنت ګل، د اراضي امر مولوي تاج محمد زنداني او د کرنې د کمیټې نور غړي هم د غونډې برخه‌ وو.
په پرانیستونکې وینا کې، الحاج مولوي محمدزمان عمري د غونډې ټولو ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د افغانستان اسلامي امارت د قومونو یووالي ته د کار کولو ژمنه یې تازه کړه. نوموړي وویل، "ځنګلونه زموږ ملي شتمني ده او د دوی ساتنه د قومونو په کلک ملاتړ سره ممکنه ده." ده زیاته کړه چې د هېواد خپلواکۍ او امنیت سره، اوس وخت د دې دی چې په ګډه د خپل هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړو.
الحاج مولوي محمدزمان عمري د غیر قانوني ځنګل وهلو مخنیوی اړین وباله او له قومي مشرانو یې وغوښتل، چې د ځنګلونو په ساتنه کې دې د افغانستان اسلامي امارت ټینګ ملاتړ وکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، "د ځنګلونو وهلو ډېر زیانونه دي، لکه د سیلابونو خطر او د ملي شتمنۍ له منځه تلل." هغه د ځنګلونو ګټې د پاکې هوا او نورو اقتصادي ګټو په توګه یادې کړې او خلکو ته یې د ځنګلونو د ساتنې اهمیت وښود.
د کرنې ریاست رییس وویل چې د کمیټې پرېکړه دا ده چې د ځنګل وهنې مخه په هره ممکنه توګه ونیسي او قومي مشران یې د دې مسؤلیت لومړۍ کرښه وګڼله. مولوي محمدزمان عمري زیاته کړه، "د ځنګلونو ساتنه یوازې د دولت مسؤلیت نه دی؛ ولس هم مکلف دی چې د ملي شتمنیو په ساتنه کې د دولت ملاتړ وکړي."
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې اسلامي امارت به د ځنګل وهلو د مخنیوي لپاره خلکو ته بدیلې لارې چارې ولټوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې ګامونه پورته کړي. هغه وویل چې د لرې پرتو سیمو اقتصادي ستونزې، په ځانګړي توګه د ځنګل وهلو د مخنیوي لپاره، حل کول اړین دي او اسلامي امارت به انشاءالله په دې برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.
نوموړي وویل چې د ځنګل وهنې د مخنیوي لپاره د خلکو د ژوند د لومړنیو ستونزو حلول په کار دي او ډاډ یې څرګند کړ چې دا ستونزې به انشاءالله د افغانستان اسلامي امارت په وجود کې حلیږي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رئیس و کارمندان ریاست زراعت بادغیس

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت بادغیس با رئیس و کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت دیدار کرد.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

در ۱۶ ولایت کشور ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی ایجاد و تطبیق شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست توسعه غله‌جات و نباتات صنعتی ریاست عمومی ترویج زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در چارچوب برنامه‌های انکشافی و ترویجی سال ۱۴۰۵، ۴۰۰ قطعه نمایشی شالی را در ۱۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۵
Background image

جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار برگزار شد

۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار، به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، با حضور نماینده ریاست اقتصاد، آمرین بخش‌های. . .

بازگشت به خبرها